7 APR 2019 AT 21:53

(دَ منير بونیری شاعری )

وینې ته اُوبه وایه که ژوند کوې۔۔۔۔۔

سپينې سپينې مه وایه که ژوند کوې

کفر ته دَ سَرہ کفر مه وایه۔۔۔۔۔۔۔

مړی ته اوده وایه که ژوند کوې

سپیي ته ازمرے کارغه ته باز وایه۔۔۔

سپکو ته درانه وایه که ژوند کوې

دلته ژوند په لوۓ منافقت کېږګی۔۔۔۔

زهرو ته خواږه وایه که ژوند کوې

یه منیره ځان بې نېټې مه وژنه۔۔۔۔

بدو ته مې ښه وایه که ژوند کوې

- BaBa G